په بحیرہ انډمان كښې د كډوالو كشتۍ چبه كېدو څخه 250 كسان بې دركه شول ،د ملګرو ملتونو تصدیق

ملګري ملتونه۔15اپریل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي کمشنر او د انټرنیشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن تصدیق کړے دے چې په بحیرہ انډمان كښې د كډوالو نه ډكه يوه کشتۍ چپه شوې چې پكښې نزدې 250 كسان بې دركه شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه شريك بیان كښې وئېلې شوي بېړۍ د بنګله دیش جنوبي سيمې څخه ملېزيا ته روانه وه چې د سختې سيلۍ او ناوړه …

ملګري ملتونه۔15اپریل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي کمشنر او د انټرنیشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن تصدیق کړے دے چې په بحیرہ انډمان كښې د كډوالو نه ډكه يوه کشتۍ چپه شوې چې پكښې نزدې 250 كسان بې دركه شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه شريك بیان كښې وئېلې شوي بېړۍ د بنګله دیش جنوبي سيمې څخه ملېزيا ته روانه وه چې د سختې سيلۍ او ناوړه سمندري حالات د لاسه د پیښې ښكار شوه ۔ کشتۍ كښې د ګنجائش نه زيات كسان ناست وو، چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو ۔ د میډیا راپور تر مخه نزدې 280 كسانو په كشتۍ كښې مزل كولو او دا په 4 اپریل روانه شوې وه ، د پیښې په اړه حتمي تفصیلات نه دي وركړې شوي ۔ د بنګله دیش کوسټ ګارډ ووئېل په 9 اپریل يو جهاز 9 كسان د ډوبېدو نه اوساتل۔ د يو بچ شوي سړي تر مخه كشتۍ د روانېدو نه څلور ورځې پس چپه شوه او مسافر نزدې تر 36 ساعته په سمندر كښې بهېدل ۔ د ملګرو ملتونو ادارو په دې افسوسناک پیښه تشویش ښكاره كولو سره د انساني قاچاق او غیر محفوظ سمندري مزل خطرو ته سمدستي د پام لرنې په ضرورت زور راوړے دے ۔

مزید خبریں