د حج كال 2026 سيزن چمتوالي نيولو په لړ كښې په مكه پرمټ عمل درآمد پېل شو

ریاض۔13اپرېل (اے پي پي)د سعودي عرب د كورنيو چارو وزارت د حج سیزن 2026 چمتوالي نيولو په لړ كښې د 13 اپرېل نه په مکه پرمټ عملدر آمد پېل كړے شو ۔ د اردو نیوز تر مخه د داخله وزارت نه جاري بیان كښې وئېلي شوي دي د حج سیزن په مهال مکه مکرمې ته داخلېدو لپاره د لازمي پرمټ د جاري كولو عمل هم پېل كړے شوے ۔ وزارت …

ریاض۔13اپرېل (اے پي پي)د سعودي عرب د كورنيو چارو وزارت د حج سیزن 2026 چمتوالي نيولو په لړ كښې د 13 اپرېل نه په مکه پرمټ عملدر آمد پېل كړے شو ۔ د اردو نیوز تر مخه د داخله وزارت نه جاري بیان كښې وئېلي شوي دي د حج سیزن په مهال مکه مکرمې ته داخلېدو لپاره د لازمي پرمټ د جاري كولو عمل هم پېل كړے شوے ۔ وزارت هغه كسانو ته امر كړے دے د چا اقامه چې د مکه مکرمې ښار نه علاوہ ده او هغه د خپلو پیشه ورو ذمه وارو لپاره مکه یا مشاعر مقدسه ته تلل غواړي ، هغوي له پكار دي چې د روان حج سیزن لپاره د مکه پرمټ اجرا لپاره ’’ابشر‘‘ یا’’مقیم ‘‘ پلیټ فارم باندې درخواست جمع كړي، د كوم جاج اغستو نه پس به چې ډیجیټل پرمټ جاري كولې شي۔ وزارت د پرمټ لپاره یونیفائیډ پورټل ’’منصبه تصریح‘‘ هم لانچ کړے دے، د كومې د لارې چې مکه و مشاعر مقدسه لپاره پرمټ جاري کولې شي ۔ د وزارت وېنا ده چې د حج ویزہ لرونكو نه علاوہ چا ته هم د 18 اپریل نه مکه مکرمه ته د ننوتلو یا هلته د قیام کولو اجازه به نه وي ۔ حج ویزا لرونكې نه علاوہ د نور وزټ یا بل قسم عارضي ویزا لرونكي به د دې مودې نه په مکه مکرمه كښې استوګنه غیر قانوني ګڼلې شي ۔ عمرہ ویزا لرونكو لپاره د وزارت د اړخه سپارښتنه شوې چې هغوي تر 18 اپریل خپلو هېوادونو ته ستانه شي۔

مزید خبریں