د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان په نړيوال سفارتي ډګر د ذكر وړ كاميابۍ ترلاسه كړه۔ رانا مشهود احمد خاں

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان په نړيوال سفارتي ډګر د ذكر وړ كاميابۍ ترلاسه كړې دي او د ايران او امريكې ترمېنځه جنګ بندۍ كښې د پاکستان کردار د يو ذمه وار هېواد په توګه رامخې ته شو۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل پاکستان په …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان په نړيوال سفارتي ډګر د ذكر وړ كاميابۍ ترلاسه كړې دي او د ايران او امريكې ترمېنځه جنګ بندۍ كښې د پاکستان کردار د يو ذمه وار هېواد په توګه رامخې ته شو۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل پاکستان په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې او د امن په وده كښې په زړه پورې كردار لوبولے٬ د فيلډ مارشل عاصم منير ستراتېژك لارښودنه د منطقې استحكام لپاره مهمه ثابت شوه ۔ ده ووئيل د قامي قيادت په وخت پرېكړو په سفارتي كچه د پاكستان عزت لا زيات كړو ٬ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار فعاله سفارتکارۍ هم په امن كښې كليدي كردار لوبلے دے۔ رانا مشهود احمد خاں ووئيل د اسلام آباد سفارتي هلې ځلې په منطقه كښې تل پاتي امن پلو يو مهم پېشرفت دے ٬ نړۍ د پاکستان په زړه پورې او ګټور سفارتي كردار تسليموي ٬ ده ووئېل پاكستان به بيا لپاره هم په منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار دوامداره ساتي