د وزيرِ اعظم شهباز شريف په مشرتابه كښې په نړيواله كچه لويه سفارتي کاميابي د وياړ وړ ده۔محمد حنيف عباسي

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د وزيرِاعظم قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهباز شريف په زيرك قيادت كښې په نړيواله كچه لويه سفارتي کاميابي ترلاسه شوه ،د ايران او امريکې ترمينځه جنګ بندۍ كښې د پاکستان کليدي کردار د وياړ وړ دے۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د وزيرِاعظم قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهباز شريف په زيرك قيادت كښې په نړيواله كچه لويه سفارتي کاميابي ترلاسه شوه ،د ايران او امريکې ترمينځه جنګ بندۍ كښې د پاکستان کليدي کردار د وياړ وړ دے۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل فيلډ مارشل عاصم منير په سټريټجکي لارښودونه كښې سيمه كښې امن ممکن شو، د فيلډ مارشل عاصم منير بصيرت لرونكے قيادت د پاکستان دفاعي و سفارتي همغږۍ ښه مثال دے۔محمد حنيف عباسي ووئيل د نائب وزيرِاعظم اسحاق ډار فعاله او متحرك سفارتي هڅو جنګ بندي باوري كولو كښې مهم کردار ترسره كړو ،پاکستان سيمه د ممکنه تباهۍ څخه بچ كړه او د امن بيرغ يې هسك كړو ،دا کاميابي د اعليٰ قيادت، بصيرت او مؤثره سفارتکارۍ ښكاره ثبوت دے، ده ووئېل پاکستان د يو ذمه واره رياست په توګه نړيوال امن لپاره صلاحيت آزمائيلے،اسلام آباد كښې کاميابې سفارتي هڅي منطقه كښې پائيدار امن پلو كاميابي ده، پاکستان امن، استحکام او د مکالمې ودې لپاره په زړه پوري كردار ترسره كړے دے