اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره پاکستان كښې د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د شورو په ورځ ملاقات وکړو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ، د توان څانګه كښې مرستې او سرمايه کارۍ په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ملاقات كښې د كاناډا هائي کمشنر ووئيل امريکا۔ايران تاؤ ترېښوالي په تناظر كښې جنګ بندۍ او سفارتي …
د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره پاکستان كښې د كاناډا هائي کمشنر ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره پاکستان كښې د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان د شورو په ورځ ملاقات وکړو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ، د توان څانګه كښې مرستې او سرمايه کارۍ په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ملاقات كښې د كاناډا هائي کمشنر ووئيل امريکا۔ايران تاؤ ترېښوالي په تناظر كښې جنګ بندۍ او سفارتي پيشرفت كښې د پاکستان مثبت او فعاله کردار ستائيو،د پاکستان په مثبت کردار د حکومتِ پاکستان مننه كوو،هيله لرو چې مجوزه مذاکراتي عمل كښې به پاکستان مؤثر کردار ترسره كړي۔ وفاقي وزير په دې موقع د كاناډا په حکومت زور راوړو چې منطقه كښې كوټلي امن او خبرو اترو له به خپل فعاله او تعميري کردار ترسره كړي۔ د پاور ډويژن وياند له مخې د توان څانګي په اړه خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل تير كال پاکستان خپل انرجي مکس كښې نزدې 55 فيصد برخه د توان څخه ترلاسه كړې، كومه چې د حکومتي پاليسو عکاسي کوي۔ده ووئيل د اوسنو تجربو په رڼا كښې حكومت د بجلۍ څانګه د غير متوقع حالات څخه محفوظولو له مؤثره او د اوږدې مودې اقدامات کوي،چې پكښې د پن بجلۍ وده شامله ده دغسې چې نظام كښې پائيداري او د كم لګښت بجلي شامله کړې شي۔د كاناډا هائي کمشنر ووئيل د كاناډا کمپنۍ جے سي ايم د پاکستان توان څانګه كښې سرمايه کارۍ له خوښي لري۔په دې وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې مسابقتي د بجلۍ منډۍ، ټرانسميشن انفراسټرکچر او نورو څانګو كښې د سرمايه کارۍ پراخه موقعې شته او حکومت د غير ملکي سرمايه کارۍ هركلے كوي۔ دواړو ډلو په دې لړ كښې د اړوندو ډلو ترمينځه په تکنيکي كچه مشاورت روان ساتلو ته اتفاق وكړو










