کابل۔8اپریل (اے پي پي)د افغانستان ختيز ولايت ننګرهار كښې د يو كور بام پرېوتولو څخه د يوې كورنۍ 7 كسان په حق ورسېدل چې پكښې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي ۔ د شنهوا تر مخه د ولايت د اطلاعات او كلتور محكمې ډائریکټر قریشي بدلون ووئېل دا پیښه تېره شپه په شیرزاد اولسوالۍ كښې رامخي ته شوه ۔ واضحه دې وي چې د نهې په شپه هم په دې …
افغانستان، د كور پرېوتو څخه د يوې كورنۍ 7 كسان په حق ورسېدل

مزید خبریں
کابل۔8اپریل (اے پي پي)د افغانستان ختيز ولايت ننګرهار كښې د يو كور بام پرېوتولو څخه د يوې كورنۍ 7 كسان په حق ورسېدل چې پكښې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي ۔ د شنهوا تر مخه د ولايت د اطلاعات او كلتور محكمې ډائریکټر قریشي بدلون ووئېل دا پیښه تېره شپه په شیرزاد اولسوالۍ كښې رامخي ته شوه ۔ واضحه دې وي چې د نهې په شپه هم په دې ولايت كښې د سختو بارانونو له امله د خارو كورونو پرېوتو څخه 5 كسان په حق رسېدلي او 4 ژوبل شوي وو ۔د تېرو څو ورځو خراب موسم په افغانستان كښې په لويه پیمانه تباهي كړې ده ۔ د زياتو بارانونو، لینډ سلائیډنګ، آسماني تندر پرېوتو او د كورونو لويدو پیشو كښې 12 ورځو كښې 132 كسان په حق رسېدلي او 192 ژوبل شوي دي ۔










