اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) پاکستان بزنس فورم وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په منطقه كښې امن لپاره په كاميابو سفارتي هلو ځلو مباركي وركولو سره وئيلي دي د اوسني پېشرفت په نتيجه كښې د امريکې او ايران ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمے او جنګ بندي ممكن شوه كومه چې په نړيواله كچه د پاکستان په کردار او باور كښې د …
پاکستان بزنس فورم په منطقه كښې امن لپاره په كاميابه سفارتكارۍ وزيراعظم او فيلډ مارشل ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) پاکستان بزنس فورم وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په منطقه كښې امن لپاره په كاميابو سفارتي هلو ځلو مباركي وركولو سره وئيلي دي د اوسني پېشرفت په نتيجه كښې د امريکې او ايران ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمے او جنګ بندي ممكن شوه كومه چې په نړيواله كچه د پاکستان په کردار او باور كښې د زياتوالي واضحه علامت دے۔ د پاكستان بزنز فورم چيف آرګنائزر احمد جواد اے پي پي ته ووئيل کاميابه سفارتکاري نه يوازې د پاکستان متوازن او د مدبرانه خارجه پاليسۍ عکاسي ده بلكې دا هم څرګندوي پاكستان په نړيواله ورورولۍ كښې د يو ذمه وار او مؤثره رياست په توګه خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل په پېچلې سيمه ايزې وضعه كښې پاکستان چې د كوم بصيرت او تګلارې څرګندونه كړې ھغه د تقليد وړ ده۔










