د نړيوالې ميډيا لخوا د پاکستان غوره تګلارې او د کاميابې سفارتكارۍ اعتراف

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان د غوره ملټري ډپلوميسي او موثره سفارتكارۍ سره نړۍ د تباهۍ كونكې جنګ څخه وساتلې شوه، د نړيوالې ميډيا لخوا امن و استحکام لپاره د پاكستان د نېټ ريجنل اسټبېلائزر په توګه د كردار بشپړه ستائنه شوې ده۔ د الجزيره له مخې پاکستان د اوسني جنګ په خاتمه كښې غوره كردار ولوبولو او ټرمپ بريدونه بند كړل ٬ د رائټرز له …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان د غوره ملټري ډپلوميسي او موثره سفارتكارۍ سره نړۍ د تباهۍ كونكې جنګ څخه وساتلې شوه، د نړيوالې ميډيا لخوا امن و استحکام لپاره د پاكستان د نېټ ريجنل اسټبېلائزر په توګه د كردار بشپړه ستائنه شوې ده۔ د الجزيره له مخې پاکستان د اوسني جنګ په خاتمه كښې غوره كردار ولوبولو او ټرمپ بريدونه بند كړل ٬ د رائټرز له مخې پاکستان د امريکې او ايران ترمېنځه د يو طاقت ور ثالت په توګه رامخئ ته شوے دے۔ د فاکس نيوز له مخئ د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل ما د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير سره د خبرو نه وروستو دا جنګ بند كړو ٬ د بي بي سي وېنا ده چې پاکستان د څو اوونيو راهسې په منطقه كښې امن او استحاكم لپاره شپه او ورځ د مصروف پاتې كېدو نه پس كامياب شو ٬ د ګلف نيوز له مخئ پاکستان ايران او امريکې سره د اوږدې مودې اړيكو په سبب خپل ځان امن لپاره د باور وړ ضامن په توګه معارفي كړے دے۔ د ټي آر ټي ورلډ وېنا ده پاکستان منطقه د تباهۍ خطرو څخه ساتلو لپاره يو تاريخي مصالحتي او د نتيجې وړ كردار لوبولے دے۔ د هند مجلې ” دي هندو” هم د جنګ خاتمې لپاره د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير په ستړو او په زړه پورې هڅو رڼا اچولې ده۔ د پوهانو له مخې وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير دانشمنده قيادت او ستړو منطقه د لويې تباهۍ نه وساتله، د امريکې او ايران په جنګ كښې د پاکستان لخوا د ثالثۍ كردار د پاکستان اهميت او په نړيواله كچه د بشپړه باور عكاس دے۔