د جنګ په مهال سول انفراسټرکچر په نښه كول غېر قانوني عمل دے۔ اروپائي ائتلاف

برسلز 07 اپرېل (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف مشر انتونیو کوسټا وئيلي دي د جنګ په مهال سول انفراسټرکچر په نښه كول غېر قانوني عمل دے۔ د اے اېف پي له مخئ د اروپائي كونسل صدر انتونیو کوسټا په سوشل ميډيا خپل بيان كښې ووئيل چې سول انفراسټرکچر، په خاص توګه د توان سهولتونه په نښه كول غېر قانوني او د قبلېدو وړ نه دي٬ دا اصول د روسيه …

برسلز 07 اپرېل (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف مشر انتونیو کوسټا وئيلي دي د جنګ په مهال سول انفراسټرکچر په نښه كول غېر قانوني عمل دے۔ د اے اېف پي له مخئ د اروپائي كونسل صدر انتونیو کوسټا په سوشل ميډيا خپل بيان كښې ووئيل چې سول انفراسټرکچر، په خاص توګه د توان سهولتونه په نښه كول غېر قانوني او د قبلېدو وړ نه دي٬ دا اصول د روسيه یوکرین په جنګ هم لاګو كېږي٬ د ایران سول آبادي د ايران حكومت نه زيات ځپلې شوې ده٬ كه د پوځي كارروائۍ دائره پراخه شوه نو هم دغه به د ټولو نه زيات ځپلې كېږي۔ دا بیان په داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې ډونلډ ټرمپ ایران ته خبردار وركړې چې كه ايران آبنائے هرمز بيا اوپن نه كړو نو د ايران سول انفراسټرکچر به تباه كړې شي

مزید خبریں