تهران 06 اپرېل (اے پي پي) د ايران پايه تخت تهران پشمول 12 ښاريي د اسرائيل او امريكي په بريدونه كښې په نښه كړې شوي او په اسرائيل كښې د پايه تخت تل ابيب پشمول په 15 ځايونو د ايران د بريدونو اطلاعات رامخئ ته شوي دي چې پكښې په حيفه ښار بريد كښې د اسرائيل دوه وګړي مړه شوې دي۔ د بي بي سي له مخې په مېنځني اسرائيل …
د ايران په 12 ښاريو د امريكې او اسرائيل بريدونه٬ په حيفه د ايران په ځوابي بريد كښې دوه اسرائيلي مړه

مزید خبریں
تهران 06 اپرېل (اے پي پي) د ايران پايه تخت تهران پشمول 12 ښاريي د اسرائيل او امريكي په بريدونه كښې په نښه كړې شوي او په اسرائيل كښې د پايه تخت تل ابيب پشمول په 15 ځايونو د ايران د بريدونو اطلاعات رامخئ ته شوي دي چې پكښې په حيفه ښار بريد كښې د اسرائيل دوه وګړي مړه شوې دي۔ د بي بي سي له مخې په مېنځني اسرائيل كښئ د ايران د تازه بريدونو نه پس په پيټا ټکواه كښې يوه 34 كلنه مېرمن ژوبل شوې۔ د امريکې او اسرائيل په بريدونو كښې د تهران په بهارستان کاؤنټۍ كښې د شپږو ماشومانو پشمول ګڼ كسان پحق رسېدلي دي٬ دې سره سره په خليج كښې بريدونه روان دي٬ په كوېت كښې د بجلۍ، اوبو پاكولو او د تېلو پلانټس په نښه كړے شوي او دغسې په بحرين كښې د تيلو يو تنصيب هم په نښه كړے شوے دے۔









