دبئۍ 06 اپرېل (اے پي پي) ايران د ملګرو ملتونو په اتومي نګرانې كونكې اداره "انټر نيشنل اټامك انرجي ايجنسۍ" (آئي اے اي اے) د بې عملۍ تور لګولو سره خبردارے وركړر چې په اتومي تنصيبات بريدونه د سنګينې بشري او د ماحولياتي تباهۍ سبب جوړېدے شي۔ د رائټرز له مخئ د ايران د اتومي توان تنظيم مشر محمد اسلامي د آئي اے اي اے ډائريکټر په نامه چيټۍ كښې …
په اتومي تنصيبات بريدونه سنګينې بشري او ماحولياتي تباهۍ سبب جوړېدے شي۔ د ايران عهدېدار د آئي اے اي اے ډائريکټر په نامه چيټۍ

مزید خبریں
دبئۍ 06 اپرېل (اے پي پي) ايران د ملګرو ملتونو په اتومي نګرانې كونكې اداره “انټر نيشنل اټامك انرجي ايجنسۍ” (آئي اے اي اے) د بې عملۍ تور لګولو سره خبردارے وركړر چې په اتومي تنصيبات بريدونه د سنګينې بشري او د ماحولياتي تباهۍ سبب جوړېدے شي۔ د رائټرز له مخئ د ايران د اتومي توان تنظيم مشر محمد اسلامي د آئي اے اي اے ډائريکټر په نامه چيټۍ كښې وئيلي دي د ادارې لخوا د ايران په اتومي تنصيبات د بريدونو په ضد موثره اقدامات نه كول د “جارحيت ډاډګيرنې” مترادف ده ، چې په نتيجه كښې يې حساس اتومي مركزونه په نښه كېږي۔ ده انكشاف وكړو چې د ايوان يوازنې فعاله “بوشهر نيوکليئر پاور پلانټ” تر اوسه څلور ځله په نښه كړے شو او د روانې مياشت په څلورمه نيټه په تازه بريد كښې يو امنيتي اهلكار مړ او يو شمېر ژوبل شوي دي۔ ده خبردارے وركړو چې په فعاله اتومي ري ايکټر د دې نوعيت بريد د تابکارۍ موادو د اخراج سبب جوړېدے شي٬ د دې “نه راګر ځېدونكې زيان نتيجې” به نه يوازې ايران بلكې ټولې منطقې او ګاٶنډي هېوادونو لپاره د خطر وړ وي۔ ده دا بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولو سره په آئي اے اي اے تنقيد وكړو چې يوازې د تشويش بيانونه پورا نه دي بلكې سمددستي او پرېكنده اقدامات ضروري دي ٬ په بل صورت په داسې بريدونو كښې نور زياتوالے راتللے شي۔









