كټهمنډو ۔ 6 اپرېل (اے پي پي) د نېپال حكومت د پټروليم مصنوعات وركړې كښې د خنډ رامخې ته كېدو تر مخه دفترونو او تعليمي ادارو كښې د دوو ورځو رخصتيو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخه د كابينې پرېكړو په اړه خبرتيا كښې د تعليم او سائنس و ټېكنالوجي وزير سسمت پوكهرېل ووئېل د خالي او اتوار ورځې د رخصتيو پرېكړه به سدستي نافذ العمل وي۔ د دې …
نېپال كښې د ايندهن بحران له امله د دوو ورځو رخصتۍ اعلان

مزید خبریں
كټهمنډو ۔ 6 اپرېل (اے پي پي) د نېپال حكومت د پټروليم مصنوعات وركړې كښې د خنډ رامخې ته كېدو تر مخه دفترونو او تعليمي ادارو كښې د دوو ورځو رخصتيو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخه د كابينې پرېكړو په اړه خبرتيا كښې د تعليم او سائنس و ټېكنالوجي وزير سسمت پوكهرېل ووئېل د خالي او اتوار ورځې د رخصتيو پرېكړه به سدستي نافذ العمل وي۔ د دې نه وړاندې نېپال كښې يوازې د خالي په ورځ به رخصتي وه ۔ وزير زياته كړه كابينې په فوسل فيول چلېدونكې ګاډي په الېكټرك وهيكلز بدلولو لپاره د ضروري قانون جوړولو هم پرېكړه كړې ده۔ د چارواكو تر مخه دا ګامونه د ايندهن بحران اثرات كمولو لپاره او د توان متبادل ذرائعو ودې لپاره پورته كړے كېږي۔









