ادېس بابا 04 اپرېل (اے پي پي) د افريقې يونين (اے يو ) خليج او مينځني ختيز كښې امن و استحكام لپاره د چين او پاكستان 5 نكاتي اقدام هركلے وكړو۔شنهوا له مخې د افريقې يونين كمېشن چيئرمېن محمود علي يوسف په خپل بيان كښې وئيلي دي دا اقدام منطقه كښې تاؤ ترېښوالي كمولو او سياسي و سفارتي حل ته ودي وركولو روانو نړيوالو هڅو كښې يو په وخت او …
د افريقې يونين مينځني ختيز كښې استحكام لپاره د چين۔پاكستان اقدام هركلے وكړو

مزید خبریں
ادېس بابا 04 اپرېل (اے پي پي) د افريقې يونين (اے يو ) خليج او مينځني ختيز كښې امن و استحكام لپاره د چين او پاكستان 5 نكاتي اقدام هركلے وكړو۔شنهوا له مخې د افريقې يونين كمېشن چيئرمېن محمود علي يوسف په خپل بيان كښې وئيلي دي دا اقدام منطقه كښې تاؤ ترېښوالي كمولو او سياسي و سفارتي حل ته ودي وركولو روانو نړيوالو هڅو كښې يو په وخت او مثبت پيش رفت دے۔ده ووئيل په دې منصوبے كښې سمدستي جنګ بندي،د وګړو تحفظ، نړيوال انساني قوانين احترام او سمندري سلامتيا باوري كولو په شان مهم نكات شامل دي،كوم چې په موجوده بحران قابو موندلو له ضروري دي۔محمود علي يوسف په خليج او مينځني ختيز كښې زيات شوې تاؤ ترېښوالي د تشوېش څرګندوني سره ووئيل د دې اثرات په نړيواله كچه محسوسيږي۔ده ووئيل اوږدې مودې حل يواځې د خبرو اترو د لارې او سفارتي ذريعو د لارې ممكن دے۔








