سوډان كښې په روغتون ډرون بريد ٬ د طبي او انتظاميې عملې 10 كسان مړه ٬ 22 عام وګړي ژوبل

خرطوم۔3اپرېل(اے پی پی) د سوډان د وسطي سيمې رياست وائټ نائل كښې په يو روغتون د ترسره شوي ډرون بريد په نتيجه كښې د طبي عملې او انتظاميې لږ تر لږ 10 كسان مړه او 22 عام وګړي ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د روغتيا وزارت وئيلي چې په دې بريد كښې الجبلین روغتون په نخښه كړے شو۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا بريد د …

خرطوم۔3اپرېل(اے پی پی) د سوډان د وسطي سيمې رياست وائټ نائل كښې په يو روغتون د ترسره شوي ډرون بريد په نتيجه كښې د طبي عملې او انتظاميې لږ تر لږ 10 كسان مړه او 22 عام وګړي ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د روغتيا وزارت وئيلي چې په دې بريد كښې الجبلین روغتون په نخښه كړے شو۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا بريد د نيم پوځي ډلې رېپډ سپورټ فورسز (آر اېس اېف) لخوا وكړې شوه۔ په مړو شوو كښې د روغتون ډي جي ډاكټر حميد سلېمان هم شامل دے كوم چې د بريد په وخت د يو رنځور سرجري كوله۔ د روغتيا وزارت ددې بريد غندنه كولو سره دا د نړيوالو قوانينو او بشري اصولو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ بلخوا خارجه وزارت په خپل بيان كښې وئيلي چې په بريد كښې د دې سيمې د طبي آسانيو يوازينې مركز په نخښه كړے شو او دا د نړيوال بشري قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده۔

مزید خبریں