ریاض ۔3 اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان په شمول 8 اسلامي هيوادونو لوئيديزه غاړه كښې فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركولو اسرائيلي قانون غندلې دې۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات ٬ مصر ٬ انډونيشيا ٬ اردن او قطر خارجه وزيرانو په خپل ګډ بيان كښې دا قانون خطرناكه اضافه ګرځولې ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې دې ډول اقداماتو …
د سعودي عربستان او مصر په شمول 8 اسلامي هيوادونو لوئيديزه غاړه كښې فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركولو اسرائيلي قانون وغندلو

مزید خبریں
ریاض ۔3 اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان په شمول 8 اسلامي هيوادونو لوئيديزه غاړه كښې فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركولو اسرائيلي قانون غندلې دې۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات ٬ مصر ٬ انډونيشيا ٬ اردن او قطر خارجه وزيرانو په خپل ګډ بيان كښې دا قانون خطرناكه اضافه ګرځولې ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې دې ډول اقداماتو سره د تاؤ تريخوالي زياتېدو او د سيمه ايز استحكام زيانمن كېدو خطره رامخې ته شوې ده۔ دوئي ووئيل دا طرز عمل د فلسطيني وګړو په ضد د روانو خلاف ورزيو د رجحان عكاسي كوي۔ په بيان كښې د احتساب باوري كولو او په منطقه كښې استحكام په ځائې ساتلو له د نړيوالو هڅو مضبوطولو په حاجت زور راوړلے شو۔ دا خبره دې ياده وي چې اسرائيلي پارليمنټ د ګل په ورځ يو داسې متنازعه قانون منظور كړے دے چې له مخې يۍ په لوئيديزه غاړه كښې هغه فلسطيني وګړو كوم چې د اسرائيليانو د وژنې په جرم كښې مجرم ګرځولے شوي دي ته د مرګ سزا وركولې كېدې شي۔








