مکه مکرمه 01 اپرېل (اے پي پي) مکه مکرمه كښې د پنځمې هجري پېړۍ د قرآن کريم د ناٶياته نسخو نندارتون پېل شوېدے۔ د اردو نيوز له مخې د مکه مکرمه په "حرا کلچرل ډسټرکټ" كښې قرآن ميوزيم د اسلامي فنون يو ځانګړې او ناٶياته مثال رامخې ته كولو سره د قرآن کريم ناٶياته او تاريخي نسخو نندارتون پېل كړے دے چې خطاطي ئې د کشتۍ په شكل كښې شوې …
مکه مکرمه كښې د پنځمې هجري پېړۍ د قرآن کريم د ناٶياته نسخو نندارتون

مزید خبریں
مکه مکرمه 01 اپرېل (اے پي پي) مکه مکرمه كښې د پنځمې هجري پېړۍ د قرآن کريم د ناٶياته نسخو نندارتون پېل شوېدے۔ د اردو نيوز له مخې د مکه مکرمه په “حرا کلچرل ډسټرکټ” كښې قرآن ميوزيم د اسلامي فنون يو ځانګړې او ناٶياته مثال رامخې ته كولو سره د قرآن کريم ناٶياته او تاريخي نسخو نندارتون پېل كړے دے چې خطاطي ئې د کشتۍ په شكل كښې شوې ده۔ د اېس پي اے له مخې دا قديم او ناٶياته نسخې په پېړو اډانه د مسلمانانو د خطاطۍ او د کتابت په فن كښې د پوهې او د تخليقي صلاحيتونو عكاسي كوي٬ دا ناٶياته نسخه يو ځانګرې كلتوري ورثه ده كومې چې په 6 رقوق ( د څرمنې په صفحاتو) په اندلسۍ خط كښې تحرير كړے شوے دي، په دې كښې د سوره الزخرف آيتونه تحرير كړې شوے دي٬ د پوهانو له مخې دا نسخې د پنځمې هجري پېړۍ دي كومې چې د ھغه دور د اسلامي خطاطۍ او د فن د ارتقا ګواه دي٬ دا ناٶياتې او قېتمي قرآني نسخې په کنګ عبدالعزيز لائبريرۍ كښې محفوظ دي٬ د دې قرآني نسخو ننداروتون يوازې د قرآن کريم تاريخ په دستاويزي شکل كښې د وړاندې كولو د هلو ځلو برخه ده۔










