په اسرائيلي پارليمنټ كښې فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركولو قانون منظور ٬ د فلسطين غندنه ٬ د اروپائي هيوادونو او د بشري حقونو تنظيمونو د انديښنې څرګندونه

مقبوضه بیت المقدس۔31 مارچ (اے پی پی) اسرائیلی پارلیمنټ فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركولو متنازعه قانون منظور كړے دے۔ د سی جی ټی اېن له مخې اسرائیلی پارلیمنټ يو متنازع بل منظور كړو د كوم له مخې چې په اسرائيلي عدالتونو كښې ججانو ته اختيار ترلاسه شوے دے چې هغه د لوئيديزې غاړې هغه فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركړي كوم چې د اسرائيلي وګړو د وژلو …

مقبوضه بیت المقدس۔31 مارچ (اے پی پی) اسرائیلی پارلیمنټ فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركولو متنازعه قانون منظور كړے دے۔ د سی جی ټی اېن له مخې اسرائیلی پارلیمنټ يو متنازع بل منظور كړو د كوم له مخې چې په اسرائيلي عدالتونو كښې ججانو ته اختيار ترلاسه شوے دے چې هغه د لوئيديزې غاړې هغه فلسطيني وګړو ته د مرګ سزا وركړي كوم چې د اسرائيلي وګړو د وژلو په تور كښې ګرفتار كړې شوي دي۔ ددې بل په حق كښې 62 او په مخالفت كښې 48 رايې وكارولې شوې۔ د اسرائیلی میډیا له مخې ددے بل اطلاق به د غزه پټۍ سره سره د اسرائيل تر قبضې لاندې په ځينې نورو سيمو هم كيږي۔ اسرائیلی ميډيا وئيلي چې ددې بل اطلاق به په بنيادي توګه په يهوديانو نه بلكې د دے اطلاق به يوازې په فلسطيني وګړو كيږي۔ بلخوا فلسطيني صدارتي محل په يو بيان كښې د دے بل د منظورۍ سخته غندنه او مخالفت وكړے شو او دا يۍ د نړيوال بشري قانون ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ په دې مهال اروپائي هېوادونو او د بشري حقونو تنظيمونو په دې متنازعه بل سخته ټكونه وكړل۔ امريكې د مرګ سزا په قانون دوه مخيزې معيار څرګندولو سره وئيلي دي هغه د اسرائيل د قانون جوړولو حق احترام كوي۔ د دې بل له منظورۍ څخه وړاندې برطانيې ٬ فرانس ٬ جرمني او اطاليه د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل دا اقدام جمهوری اصولو سره اړوندې اسرائيلي ادعاګانې كمزورې كولې شي۔ د رپورټ له مخې د قانون له منظورۍ څخه وروستو د بشري حقونو يو تنظيم په سپريم كورټ كښې درخواست جمع كولو سره ددې قانون د كالعدم ګرځولو غوښتنه كړی ده۔ اطالوی خارجه وزير انتونیو تاجانی په خپل سوشل ميډيا پوسټ كښې وئيلي چې اټلي ٬ جرمني ٬ فرانس او برطانيې اسرائيلي حكومت څخه ددې بل بېرته اخستلو خواست كړے ؤ۔ ده ووئيل په خاص توګه په ملګرو ملتونو كښې د مرګ په سزا بندېز لپاره دووټنګ دلارې منظور كړې شوو قراردادونو څخه سرغړونه كېدې نه شي