رياض31 مارچ (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرخان سره رياض كښې د وزارت په هېډ كوارټر كښې د كاناډا خپل هم منصب انيتا آنند ملاقات وكړو ۔ په دې مهال هغه د خپل هم منصب تود هر كلے وكړو ۔ د ايس پي اے تر مخه د ملاقات په مهال دواړو زياتېدونكې اړېكې رامخې ته كړې او په سيه ايزو چېلنجونو يې د خيالاتو څرګندونه …
د سعودي عرب او كاناډا خارجه وزيرانو ملاقات٬د اړيكو زياتولو او په سيمه ايز امنيت د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
رياض31 مارچ (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرخان سره رياض كښې د وزارت په هېډ كوارټر كښې د كاناډا خپل هم منصب انيتا آنند ملاقات وكړو ۔ په دې مهال هغه د خپل هم منصب تود هر كلے وكړو ۔ د ايس پي اے تر مخه د ملاقات په مهال دواړو زياتېدونكې اړېكې رامخې ته كړې او په سيه ايزو چېلنجونو يې د خيالاتو څرګندونه وكره۔ دا خبره تر پام ونيولې شوه چې په كال ٢٠٢٤ كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارت د ٢ ۔٣ ارب ډالر نه زيات شوے او د سعودي كنډين بزنس كونسل جورېدو هر كلے وكرے شو ٬ د كوم مقصد جې اقتصادي مرسته زياتول دي۔ دواړو خارجه وزيرانو د سعودي كنډين ايجوكېشنل پارټنرشب فورم جوړول هم نېك مرغه وګرځولو۔ تجارت ٬ سر مايه كارۍ ٬ سبېس ٬ مصنوعي زېركتيا ٬ كان كنۍ ٬ سېلګرۍ ٬ تعليم او د فارماسوتېكل بشمول ګنو مهمو خانګو كښې د مرستې زياتولو ته يې اتفاق وكرو۔ هغوي د دواړو ههېوادونو تر مينځه د اړيكو لا زياتولو او د جامع همكارۍ زياتولو په اهميت هم اتفاق وكړو








