رياض۔30 مارچ(اے پي پي) عرب ليګ په يوه خله د مصر پخوانے خارجه وزير نبيل فهمي پينځو كالو لپاره نوے سېكرټري جنرل د غوره كولو منظوري وركړې ده۔ د ايس پي اے تر مخه سعودي عرب كښې په كېدونكې راروانه عرب سر مشريزه غونډه كښې به د دې پرېكړې توثيق كولې شي۔ د جولايې مياشت د ورومبۍ نېټې كال 2026 نه به په رسمي توګه هغه خپلې ذمه وارۍ تر …
د مصر پخوانے خارجه وزير نبيل فهمي د عرب ليګ نوے سېكرټري جنرل غوره كړے شو

مزید خبریں
رياض۔30 مارچ(اے پي پي) عرب ليګ په يوه خله د مصر پخوانے خارجه وزير نبيل فهمي پينځو كالو لپاره نوے سېكرټري جنرل د غوره كولو منظوري وركړې ده۔ د ايس پي اے تر مخه سعودي عرب كښې په كېدونكې راروانه عرب سر مشريزه غونډه كښې به د دې پرېكړې توثيق كولې شي۔ د جولايې مياشت د ورومبۍ نېټې كال 2026 نه به په رسمي توګه هغه خپلې ذمه وارۍ تر سره كول پېل كړي۔ هغه مصر د موجوده سېكرټري جنرل احمد ابو الغيظ د دويمې مودې تر سره كېدو نه پس نومولے ؤ ۔نبيل فهمي خارجه وزير پاتي شوے دے او د هغه پلار اسماعيل فهمي هم د مصر خارجه وزير پاتي دے۔ هغه امريكا كښې د مصر سفير په توګه او په ملګرو ملتونو كښې نائندګي كړې ده۔ هغه د عرب نړۍ په نامتو سفارتكارو كښې يو دے










