غزه كښې بشري ضرورتونه تندۍ سره مخ په زياتيدو دي ٬ مرستې ته د محدودې لاسرسۍ له امله د لكھونو په شمير فلسطيني وګړي ستونزو سره مخ دي: ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔19مارچ (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه كښی بشري ضرورتونه تندۍ سره مخ په زياتېدو دي او مرستې ته د محدودې لاسرسۍ له امله د لكھونو په شمېر فلسطيني كورنۍ ستونزو سره مخ دي۔ دا خبره فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن آر ډبلیو اے) مشر فلپ لازینی په يو بيان كښې وكړه۔ فلپ لازارینی ووئيل خېمې ٬ بسترې او نور …

ملګري ملتونه ۔19مارچ (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه كښی بشري ضرورتونه تندۍ سره مخ په زياتېدو دي او مرستې ته د محدودې لاسرسۍ له امله د لكھونو په شمېر فلسطيني كورنۍ ستونزو سره مخ دي۔ دا خبره فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن آر ډبلیو اے) مشر فلپ لازینی په يو بيان كښې وكړه۔ فلپ لازارینی ووئيل خېمې ٬ بسترې او نور ضروري څيزونه تندۍ سره ختميږي او ځينې مرسته كوؤونكي كارمندان ځائي ماركيټونو څخه د جامو ٬ بسترو او كچن سامان په اخستلو مجبور دي۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو د محدود وسائلو او زياتو شوو بندېزونو باوجود د مرستې هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ تېره ورځ 400,000 لېټر ايندھن جمع كړې شو۔ دې سره سره د اوبو او صحت په څانګه كښې كار كوونكو ډلو کریم شیلوم کراسنګ څخه 7 ټرکه د مرستې سامان ترلاسه كړو۔ د ملګرو ملتونون دوهم وياند فرحان حق ووئيل چې اسرائيل په دې وروسستيو كښې د رفح كراسنګ پرانستلو اعلان وكړو خو اوس هم په دې عملدرآمد نه دے شوے۔ ملګري ملتونه د رنځورانو يو وارې بيا وتلو او غزه ته د راتلونكو مرسته كولو له چمتو دي

مزید خبریں