په راس لفان انرجي كمپلېكس د راكټ بريد په نتيجه كښې په لګيدلې اور قابو موندلے شوے دے

دوحه 19 مارچ (اے پي پي)د قطر داخله وزارت وئېلي دي چې په راس لفان انرجي كمپلېكس د راكټ بريد په نتيجه كښې په لګېدلې اور قابو موندلې شوې دې ۔ د بي بي سي له مخې په بريد كښې د كوم هم تن د ژوبل كېدو اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د قطري داخله وزارت لخوا په اېكس جاري بيان كښې وئېلي شوي دي چې په انرجي كمپلېكس كښې …

دوحه 19 مارچ (اے پي پي)د قطر داخله وزارت وئېلي دي چې په راس لفان انرجي كمپلېكس د راكټ بريد په نتيجه كښې په لګېدلې اور قابو موندلې شوې دې ۔ د بي بي سي له مخې په بريد كښې د كوم هم تن د ژوبل كېدو اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د قطري داخله وزارت لخوا په اېكس جاري بيان كښې وئېلي شوي دي چې په انرجي كمپلېكس كښې چې په كوم ځاې اور لګېدلې و هلته د كولنګ عمل روان دے او خطرناك توكي يو خاص يونټ سنبهالوي۔ په راس لفان تنصيب د زيارت په ورځ سهار وختي بريد شوے و۔ د دې څخه وړاندې د قطر سركاري توان كمپنۍ تصديق كړے چې د زيارت په ورځ سهار وختي په دې مركزي ځايې د ګاز تنصيبات راكټونو سره په نښه كړي شوي وو چې په نتيجه كښې يۍ اور لګېدلو سره زيات زيان شوے دے۔

مزید خبریں