په امريکا كښې د پټرولو بيعه د دوه نيم كالو تر لوړې كچې ته ورسيده

واشنګټن 18 مارچ (اے پي پي) په امريکا كښې د پټرولو بيعه د دوه نيم كالو تر لوړې كچې ته رسيدلې٬ د تاس له مخې د پټرولو بيعه د ګېلن په سر زياتېدو سره 3.79 ډالرو ته رسېدلې كومه چې د اكتوبر كال 2023 نه پس لوړه كچه ده۔ د امريکن آټوموبائل ايسوسي ايشن له مخې دا اضافه د ايران په ضد د امريكې او اسرائيل كاروائيو له امله د …

واشنګټن 18 مارچ (اے پي پي) په امريکا كښې د پټرولو بيعه د دوه نيم كالو تر لوړې كچې ته رسيدلې٬ د تاس له مخې د پټرولو بيعه د ګېلن په سر زياتېدو سره 3.79 ډالرو ته رسېدلې كومه چې د اكتوبر كال 2023 نه پس لوړه كچه ده۔ د امريکن آټوموبائل ايسوسي ايشن له مخې دا اضافه د ايران په ضد د امريكې او اسرائيل كاروائيو له امله د توان بحران په تناظر كښې رامخې ته شوې۔ د رپورټ له مخې يو مياشت وړاندې د پټرولو بيعه 2.90 ډالره د ګېلن په سر وه او په کيليفورنيا كښې د پټرولو بيعه د ټولو نه زيات 5.54 ډالر في ګيلن ته رسېدلې ده۔ د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ به په تېر وخت كښې د پټرولو ټيټه بيعه د توان خپلو پاليسو د كاميابۍ د ثبوت په توګه وړاندې كوله۔

مزید خبریں