برسلز 18 مارچ (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ او سكيورټي مشر کاجا کيلس زور راوړې دې چې ايران سره د روان جنګ رفتار كمولو يا د دې نه وتلو لپاره كومه ښكاره منصوبه بندي ليدلې نه شي۔ د العربيه اردو له مخې ده د اروپائي پارلمان خارجه چارو كمېټۍ ته د خطاب په مهال په دې خبره زور راوړو چې جنګ بندولو لپاره سفارتي هلو ځلو …
ايران جنګ لپاره سفارتي هلو ځلو كښې به تندي رامخې ته كول وي: اروپائي ائتلاف

مزید خبریں
برسلز 18 مارچ (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ او سكيورټي مشر کاجا کيلس زور راوړې دې چې ايران سره د روان جنګ رفتار كمولو يا د دې نه وتلو لپاره كومه ښكاره منصوبه بندي ليدلې نه شي۔ د العربيه اردو له مخې ده د اروپائي پارلمان خارجه چارو كمېټۍ ته د خطاب په مهال په دې خبره زور راوړو چې جنګ بندولو لپاره سفارتي هلو ځلو كښې بايد تندي رامخې ته كړې شي۔ ده خليجي هېوادونو او سيمه ايز او نړيوالو همكارانو سره په ګډه د كار كولو اپيل وكړو دغسې چې اړوندو ډلو ته كوټلې تجويزونه وړاندې كړې شي او دوي د جنګ ختمولو په لاره روان كړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د اروپا امنيت او د نړۍ استحكام د سفارتي لارې كاميابۍ سره تړلې دې٬ کاجا کيلس سياسي حل ته رسېدو لپاره د هر ډول ممكنه هڅو په ضرورت زور راوړو دغسې چې د جنګ خاتمه وشي او د دې د دائره كار د خپرېدو لاره ونيولې شي۔








