ابوظهبۍ 17 مارچ (اے پي پي) د متحده عرب امارات (يو اے اي) جنرل سول ايوي ايشن اتھارټۍ د سيمه ايز امنيت په تندۍ سره د بدلېدونكې صورتحال له مخې د هېواد فضائي حدود په عارضي توګه د بندولو اعلان كړے دے۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ وام له مخې دا ګام د پروازونو او فضائي عملې حفاظت او د متحده عرب امارات د زمكې تحفظ لپاره د غېر معمولي احتياطي …
متحده عرب امارات خپل فضائي حدود په عارضي توګه بند كړل

مزید خبریں
ابوظهبۍ 17 مارچ (اے پي پي) د متحده عرب امارات (يو اے اي) جنرل سول ايوي ايشن اتھارټۍ د سيمه ايز امنيت په تندۍ سره د بدلېدونكې صورتحال له مخې د هېواد فضائي حدود په عارضي توګه د بندولو اعلان كړے دے۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ وام له مخې دا ګام د پروازونو او فضائي عملې حفاظت او د متحده عرب امارات د زمكې تحفظ لپاره د غېر معمولي احتياطي تدبيرونو په توګه پورته كړے شوے دے۔ د اتھارټۍ له مخې دا پرېكړه د سکيورټي او آپريشنل خطرو د جامع جاج اخستو نه پس اړوند قامي او نړيوالو چارواكو سره په بشپړه مرسته شوې ده۔ اتھارټۍ په دې خبره زور راوړو چې د فضائي حدودو حفاظت او د متحده عرب امارات د خپلواكۍ تحفظ زمونږ په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دے۔








