نوې ډېلۍ 16 مارچ (اے پي پي) د هند اړيسه رياست په يو سركاري روغتون كښې د اور لګېدو پېښې له امله 10 رنځوران مړه او 11 څخه زيات د طبي عملې غړي سوځېدو سره ژوبل شوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د هندي ابلاغ ذريعو رپورټس كښې وئېلي دي چې اور ماسپخښين درې بجې هغه وخت ولګېدو كله چې په آئي سي يو كښې د يو رنځور درملنې …
هند٬ په روغتون كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 10 تنه مړه٬ 11 څخه زيات ژوبل

مزید خبریں
نوې ډېلۍ 16 مارچ (اے پي پي) د هند اړيسه رياست په يو سركاري روغتون كښې د اور لګېدو پېښې له امله 10 رنځوران مړه او 11 څخه زيات د طبي عملې غړي سوځېدو سره ژوبل شوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د هندي ابلاغ ذريعو رپورټس كښې وئېلي دي چې اور ماسپخښين درې بجې هغه وخت ولګېدو كله چې په آئي سي يو كښې د يو رنځور درملنې روانې وې۔ اطلاع ترلاسه كېدو سره د مرستې ډلې د پېښې ځاې ته ورسېدې او ريسكيو آپرېشن يۍ پېل كړو۔ په مجموعي توګه 23 رنځوران د روغتون نورو څانګو ته منتقل كړې شوي دي۔ د وزيراعلٰی د بيان له مخې 7 رنځوران د منتقلۍ په مهال او نور درې وارډ ته شفټ كېدو څخه وروستو مړه شول








