تهران 16 مارچ (اے پي پي) د ايران خارجه وزيرعباس عراقچي ووئيلي دي ايران به تر ھغه وخت جنګ دوام داره ساتي تر څو چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ته دا احساس ونشي چې د ايران په ضد د امريكې جنګ غلط دے۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس له مخې عباس عراقچي خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل چې زمونږ طاقتور وسله وال ځواكونه به تر ھغې خپل بريدونه …
امريکې ته د ايران په ضد د جنګ د غلطۍ تر احساس به جنګ دوام دار وي۔ عباس عراقچي

مزید خبریں
تهران 16 مارچ (اے پي پي) د ايران خارجه وزيرعباس عراقچي ووئيلي دي ايران به تر ھغه وخت جنګ دوام داره ساتي تر څو چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ته دا احساس ونشي چې د ايران په ضد د امريكې جنګ غلط دے۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس له مخې عباس عراقچي خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل چې زمونږ طاقتور وسله وال ځواكونه به تر ھغې خپل بريدونه روان ساتي تر څو چې د امريكې صدر ته دا احساس ونشي چې ھغه غېر قانوني جنګ كوم چې د امريكې او ايران په وګړو مسلط شوې غلط دے او دا بيا كله هم نه دي پكار ۔ ده ووئيل د دې جنګ ځپليو ته معاوضعه هم وركول پكار ده٬ د دې نه علاوه د امريكې ټي وي چېنل سي بي اېس سره مركه كښې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ووئيل ايران امريكې سره د خبرو كوم سبب موجود نه دې او نه ايران امريكې سره په مذاكراتو كښې خوښي لري








