ریاض ۔12مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان په شمول د يو شمېر عرب او اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو د روژې مباركه مياشت كښې د قابض ځواكونو لخوا د مسجد اقصی پرله پسې بند ساتلو اقدام سخته غندنه كړې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په شريك بيان كښې سعودی عرب، اردن، متحدہ عرب امارات، قطر، انډونیشیا، مصر او تركيه خارجه وزيرانو وئيلي چې د روژې مباركې مياشتې د …
اسلامي او عرب هيوادونو د روژې مباركه مياشت كښې د قابض ځواكونو لخوا د مسجد اقصی پرله پسې بند ساتلو اقدام وغندلو

مزید خبریں
ریاض ۔12مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان په شمول د يو شمېر عرب او اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو د روژې مباركه مياشت كښې د قابض ځواكونو لخوا د مسجد اقصی پرله پسې بند ساتلو اقدام سخته غندنه كړې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په شريك بيان كښې سعودی عرب، اردن، متحدہ عرب امارات، قطر، انډونیشیا، مصر او تركيه خارجه وزيرانو وئيلي چې د روژې مباركې مياشتې د تقدس هم خيال نه ساتلو سره مسلمانان مسجد اقصی څخه منع كولې شي۔ خارجه وزيرانو په مسجد اقصی كښې د اسرائيل پرله پسې پارونكي اقدامات مسترد كولو سره د دې سخته غندنه كړې او ويلې يۍ دي چې په مقبوضه بېت المقدس، د دې په اسلامي او عيسائي مقدساتو اسرائيل كوم حق نه لري۔ د مسجد اقصی او دې سره پېوست ټوله رقبه كومه چې 144 دونم ده يوازې د مسلمانانو د عبادت ځاې دې۔ بيان كښې دوئي په اسرائيل زور راوړو چې هغه دې د مسجد اقصی بندش په سمدستي توګه ختم كړي او مسلمانانو ته دې مسجد اقصی كښې د عبادت كولو اجازه وركړي۔ دا خبره دې ياده وي چې اسرائيل د شورو په ورځ په 12مه ورځ هم لمونګزار مسجد اقصی ته تللو څخه منع كړي دي۔








