بنو پولیس په مزنګه پوسته د فتنة الخوارج ترهګرو بريد ناكامه كړو

پېښور ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د بنو هوېد تھاڼې د حد دننه په مزنګه پوسته د فتنه الخوارج ترهګرو بزدلانه بريد د پوليس فوري كارروايۍ او اولسي مرستې دلارې ناكامه كړې شو۔ د بنو پوليس وياند له مخې د شپې په تياره كښی په ترسره شوي دې بريد كښې ترهګر زيات زيان سره مخ شول او پوليس او امنيتي ځواكونو په بشپړ ډول محفوظ پاتې شول۔ د بنو …

پېښور ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د بنو هوېد تھاڼې د حد دننه په مزنګه پوسته د فتنه الخوارج ترهګرو بزدلانه بريد د پوليس فوري كارروايۍ او اولسي مرستې دلارې ناكامه كړې شو۔ د بنو پوليس وياند له مخې د شپې په تياره كښی په ترسره شوي دې بريد كښې ترهګر زيات زيان سره مخ شول او پوليس او امنيتي ځواكونو په بشپړ ډول محفوظ پاتې شول۔ د بنو پوليس وياند له مخې د شپې نزدې 12 نيمې بجې د فتنة الخوارج 30 څخه 35 ترهګرو ټوچی دریاب ته نزدې په لرې پرته پوليس پوسته مزنګه بېلو اړخونو څخه د درنو وسلو دلارې بريد وكړو۔ په پوسته تعينات چمتو اهلكارو په ترهګرو ځوابي ډزې پېل كړې۔ د پېښی اطلاع په ترلاسه كېدو د ډي پي او بنو ياسر آفريدي په مشرۍ كښې پوليس لائنز څخه نورې تازه ډلې روانې شوې۔ په دې مهال امنيتي ځواكونه هم د پېښی ځاې ته ورسېدل۔ تر يو ساعت جاري پاتې شوې مقابله كښې ترهګر ناكامۍ سره مخ كړې شول۔ خپل ژوبل ملګري په موټر سائيكلونو اچولو سره په تېښه مجبور شول۔ د دې بريد په مقابله كښې ځاي آبادي هم پوليس سره ولاړه پاتې شوه۔ هغوي هم په ترهګرو ډزو كولو كښې برخه واخسته۔ دې پېښې څخه دا پېغام رامخے ته كيږي چې د ترهګرۍ په ضد پوليس او اولس په يو پېج دي۔ انسپکټر جنرل پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید د فورس په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره بنو پوليس او امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔ ده وويل په كوم ډول چې پوليس او اولس فتنه الخوارج په تېښته كولو مجبور كړل هغه ټول صوبائي فورس لپاره يو رول ماډل دے۔ ده مېړنو ځوانانو لپاره خصوصي انعامونه او سندونه هم اعلان كړل۔

مزید خبریں