کوئټه 08 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې کائره هاؤس ته لاړو چرته چې هغه د پاکستان پیپلز ګوند مرکزی سینئر لارښود قمر زمان کائره سره ملاقات وكړو او هغه سره ئې د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ د ارواښاد بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او قمر زمان کائره پشمول ټولي غمجني …
د بلوچستان وزیراعلیٰ د قمر زمان کائره سره د هغه د ورور په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
کوئټه 08 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې کائره هاؤس ته لاړو چرته چې هغه د پاکستان پیپلز ګوند مرکزی سینئر لارښود قمر زمان کائره سره ملاقات وكړو او هغه سره ئې د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ د ارواښاد بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او قمر زمان کائره پشمول ټولي غمجني كورنۍ زغم له ئې دعا اوكړه۔ په دې موقع ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد مشتاق کائره له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توقفيق وركړي۔










