كوئټه 06 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان وزير اعلٰی مير سرفراز بګټي وژن له مخې د روژې ريليف پېكج په لړ كښې د كوئټې ضلعې انتظاميې لخوا مستحق كورنيو له د راشن وركولو عمل روان دے۔د دې اقدام مقصد د روژې مباركې په مياشت كښې ضرورت مندو له سمدستي ريليف وركول او د هغوي بنيادي ضروريات ترسره كولو له مرسته كول دي۔ضلعې انتظاميې له مخې د جمعې په ورځ په …
روژې ريليف پېكج٬ د كوئټې ضلعې انتظاميې لخوا 540 مستحق كورنيو له راشن وركړې شو

مزید خبریں
كوئټه 06 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان وزير اعلٰی مير سرفراز بګټي وژن له مخې د روژې ريليف پېكج په لړ كښې د كوئټې ضلعې انتظاميې لخوا مستحق كورنيو له د راشن وركولو عمل روان دے۔د دې اقدام مقصد د روژې مباركې په مياشت كښې ضرورت مندو له سمدستي ريليف وركول او د هغوي بنيادي ضروريات ترسره كولو له مرسته كول دي۔ضلعې انتظاميې له مخې د جمعې په ورځ په مجموعي توګه 540 مستحق كورنيو له د روژې مباركې مياشت ريليف پېك وركړې شوي۔په دې لړ كښې كچلاك كښې 150 پيكجز٬نواں كلي كچلاك كښې 210 پېكجز٬هاس آف هوپ كښې 50 پيكجز او كلي جمال آباد كښې 150 پېكجز مستحق كسانو له وركړې شوي۔ضلعې انتظاميې وينا ده چې د روژې مبارك مياشت په مهال مستحق كورنيو له به د هغوي په درشل په عزت سره د ريليف وركولو عمل تسلسل سره روان وي دغسې چې زيات ضرورت مند كسان د دې آسانيو څخه مستفيد شي۔










