د خېبرپښتونخو اسمبلۍ سپيكر بابر سليم پېښور كښې د اسلامي جمهوريه ايران قونصل ګرۍ ته لاړو

پېښور 05 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخو اسمبلۍ سپيكر بابر سليم پېښور كښې د اسلامي جمهوريه ايران قونصل ګرۍ ته لاړو او د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ئې د ايران مشرتابه او اولس سره غمرازۍ ښكاره كړه۔په دې موقع سپيكر د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خواه سره ملاقات وكړو او په دې سخت وخت …

پېښور 05 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخو اسمبلۍ سپيكر بابر سليم پېښور كښې د اسلامي جمهوريه ايران قونصل ګرۍ ته لاړو او د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ئې د ايران مشرتابه او اولس سره غمرازۍ ښكاره كړه۔په دې موقع سپيكر د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خواه سره ملاقات وكړو او په دې سخت وخت كښې ئې د ايران حكومت او اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونه وكړه۔سپيكر بابر سليم سواتي په قونصل ګرۍ كښې موجود د غمرازۍ رجسټر كښې خپل تاثرات هم وليكل ۔ ده ووئيل آيت الله علي خامنه اي نه يواځې د ايران يو عظيم لارښود و بلكه هغه د اسلامي نړۍ لپاره د اتحاد ٬مزاحمت او حوصلې علامت هم ؤ۔د صوبائي اسمبلۍ سپيكر دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مزید خبریں