کوئټه 05 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلي مير سرفراز بګټي وئيلي ايران كښې د روان تاؤ ترېښوالي صورتحال ترمخه د بلوچستان حکومت ټوله اړونده مشينري الرټ کړې ده او صوبائي حکومت د هر ممکن صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دے ۔د سماجي رابطے په وېب سائټ ايکس د خيالاتو څرګندوني سره د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل د پاکستان۔ايران پولي لارې د پاکستاني وګړو پشمول د …
ايران كښې د روان تاؤ ترېښوالي صورتحال ترمخه د بلوچستان حکومت ټوله اړونده مشينري الرټ کړې ده۔د بلوچستان وزيراعليٰ

مزید خبریں
کوئټه 05 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلي مير سرفراز بګټي وئيلي ايران كښې د روان تاؤ ترېښوالي صورتحال ترمخه د بلوچستان حکومت ټوله اړونده مشينري الرټ کړې ده او صوبائي حکومت د هر ممکن صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دے ۔د سماجي رابطے په وېب سائټ ايکس د خيالاتو څرګندوني سره د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل د پاکستان۔ايران پولي لارې د پاکستاني وګړو پشمول د غير ملکيانو د راتګ سلسله روانه ده كومو له چې په تفتان پوله هر ممكن سهوليات او ضروري معاونت وركړې كيږي۔ وزير اعليٰ ووئيل صوبائي حکومت سرحدي سيمو كښې انتظامي او سيکيورټي ادارو ته سپارښتنه كړي چې راتلونكو كسانو تګ راتګ منظم او محفوظولو له ټول ضروري انتظامات باوري كړي۔










