پېښور 05 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمد سهيل آفريدي په پېښور كښې د ايران قونصل خانے ته لاړو چرته چې هغه د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په مړينه د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خوا سره غمرازي وكړه۔په دې موقع وزير اعليٰ سهيل آفريدي ووئيل د ايران سپريم ليډر شهادت نه يواځې د ايران بلكه د مسلمانانو لپاره لوئ زيان …
وزير اعليٰ محمد سهيل آفريدي په پېښو كښې د ايران قونصل خانے ته لاړو،د سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په مړينه غمرازي

مزید خبریں
پېښور 05 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمد سهيل آفريدي په پېښور كښې د ايران قونصل خانے ته لاړو چرته چې هغه د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په مړينه د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خوا سره غمرازي وكړه۔په دې موقع وزير اعليٰ سهيل آفريدي ووئيل د ايران سپريم ليډر شهادت نه يواځې د ايران بلكه د مسلمانانو لپاره لوئ زيان دے۔ده ووئيل پاکستان او د خېبر پښتونخوا اولس په دې سخت وخت كښې د اريان خپلو وروڼو خوياندو سره ولاړ دے۔وزير اعليٰ ووئيل دا وخت د مسلمانانو نمائندګي کولو دوه لارښود وو،چې پكښې يو شهيد كړې شو دويم په زندان كښې دے۔ده ووئيل په قرآن پاك په واضحه ډول ذکر شوے چې يهود و نصاريٰ زمونږ ملګري نه شي كيدے او تاريخ ګواه دے چې هغوي عمر له مسلمانان تقسيم کړې يا ئې په هغوي بريدونه كړي۔ده ووئيل د پاکستان او خېبر پښتونخوا اولس په دې سخت وخت كښې د ايران سره ولاړ دې او هغوي سره د يووالي څرګندونه كوي۔ وزير اعليٰ له مخې كه ايران ته د ډاکټرانو ،داروګانو ، اسپيس نرسنګ يا کوم هم ډول مرستي ضرورت وي نو د خېبر پښتونخوا حکومت هر ممکن مرستي له چمتو دے۔سهيل آفريدي ووئيل مسلمان يو موتې كيدو سره د چيلنجونو مقابله كولې شي او دعا كوو چې لوے څښتن مونږ له هم شهادت راكړي۔په دې موقع د ايران قونصل جنرل علي بنفشه خوا د وزير اعليٰ او د هغه د پلاوي په راتګ مننه وكړه۔ده ووئيل دښمنانو زمونږ سپريم ليډر شهيد کړې چا چې د ټول قوم د پلار حيثيت لرلو










