پېښور ۔ 04 مارچ (اے پی پی) بنو پولیس د منډان تھاڼې د حد دننه د بازید طغل خیل ملي لویې لارې غاړې ته اېښودلے شوے بم شنډولو سره د ترهګرۍ منصوبه ناكامه كړه۔ د بنو پولیس د ویاند له مخې د منډان پولیسو ته استخباراتي معلومات ترلاسه شول چې د بازید طغل خېل په بنو روډ شرخوښې عناصرو بم اېښودلې دې۔ په دې ډي پي او رورل ون ارشد …
بنو پوليس د سړك په غاړه ايښودلے شوے بم شنډولو سره د ترھګرۍ منصوبه ناكامه كړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 04 مارچ (اے پی پی) بنو پولیس د منډان تھاڼې د حد دننه د بازید طغل خیل ملي لویې لارې غاړې ته اېښودلے شوے بم شنډولو سره د ترهګرۍ منصوبه ناكامه كړه۔ د بنو پولیس د ویاند له مخې د منډان پولیسو ته استخباراتي معلومات ترلاسه شول چې د بازید طغل خېل په بنو روډ شرخوښې عناصرو بم اېښودلې دې۔ په دې ډي پي او رورل ون ارشد خان او د منډان تھاڼې پوليس د پېښې ځاې ته ورسېدل او سيمه يۍ محاصره كړه۔ بم ډسپوزل سکواډ د عصري آلاتو د لارې آئي ډي ريموټ كنټرول بم ناكاره كړو۔ بم په يو پلاسټك بالټي كښی جوړ كړے شوے وو او په دې كښی 5 كلو څخه زيات چاؤدېدونكي توكي كارولې شوې وو۔ ډی آئی جی بنو سجاد خان او ډی پی او بنو یاسر آفریدی په اولسي ستره لاره د ترهګرۍ منصوبې په ناكامه كولو پوليس ته خصوصي شاباسې وركولو سره ووئيل چې په اولسي ځايونو كښې بمونه كېښودل د دوئي ناوړه مقاصد په ډاګه كوي۔ په دې موقع ډی آئی جی بنو سجاد خان ووئيل چې اولس دې خپلو صفونو كښې ولاړ پټ شرمخان په ګوته كولو سره خپل حفاظت باوري كولو كښې كردار ترسره كړي۔










