په الشفاﺀ ټرسټ كښی د صوماليايې نجلۍ د سترګې رسولۍ كامياب آپريشن

پېنډۍ۔ 03 مارچ (اے پی پی) د الشفاﺀ ټرسټ د سترګو روغتون جراحانو د شپږ کلنې صومالیایي نجلۍ نیمو له سترګې څخه په بریالیتوب سره یوه زېږونیزه رسولۍ لرې کړه کومه چې د هغې دماغ ته خپره شوې وه او د هغې ژوند يۍ له خطر سره مخ كړې و۔ د نجلۍ درملنې په بېلو هېوادونو کښې وشوې خو مطلوبه نتيجې ترلاسه نه شوې۔ د مشر جراح پروفېسر ډاكټر طبيب …

پېنډۍ۔ 03 مارچ (اے پی پی) د الشفاﺀ ټرسټ د سترګو روغتون جراحانو د شپږ کلنې صومالیایي نجلۍ نیمو له سترګې څخه په بریالیتوب سره یوه زېږونیزه رسولۍ لرې کړه کومه چې د هغې دماغ ته خپره شوې وه او د هغې ژوند يۍ له خطر سره مخ كړې و۔ د نجلۍ درملنې په بېلو هېوادونو کښې وشوې خو مطلوبه نتيجې ترلاسه نه شوې۔ د مشر جراح پروفېسر ډاكټر طبيب افغاني له مخې د نجلۍ مور پلار پاكستان ته رارسېدو كښې تاخير وكړو چې له امله يۍ د رسولۍ حجم زيات شوے و او د ځپلې سترګې بنيائي اغېزمنه شوې وه۔ تفصيلي معائنې سره دا خبره رامخې ته شوه چې رسولۍ نوره هم خپرېدېو ته روانه ده نو ځكه په سمدستي توګه د آپرېشن پرېكړه وكړې شوه۔ متخصصینو د نجلۍ د سترګې عملیات پرته له کومې لوي پیچلتیا په غوره ډول بشپړ کړل۔ ډاكټر افغاني ووئيل دا كېس په وخت د تشخيص او خصوصي درملنو اهميت په ډاګه كوي

مزید خبریں