پېښور ۔ 03 مارچ (اے پی پی) وزيراعلی سهيل آفريدي سره د بلدياتي استازو يو پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د بلدياتي استازو مودې ختمېدو سره په اړوندو چارو او د موجوده نظام په تسلسل خبرې وشوې۔ د پلاوي مشري د مردان مئېر حمایت اے مایار كوله۔ په دې موقع د بلديات وزير مينا خان آفريدي او د بلديات محكمې اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د سی اېم …
وزيراعلی سهيل آفريدي سره د بلدياتي استازو پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 مارچ (اے پی پی) وزيراعلی سهيل آفريدي سره د بلدياتي استازو يو پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د بلدياتي استازو مودې ختمېدو سره په اړوندو چارو او د موجوده نظام په تسلسل خبرې وشوې۔ د پلاوي مشري د مردان مئېر حمایت اے مایار كوله۔ په دې موقع د بلديات وزير مينا خان آفريدي او د بلديات محكمې اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د سی اېم سېکرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې وزیرِاعلیٰ سُهیل آفریدی دا خبره په ډاګه كړه چې د بلدياتي نظام تسلسل له به متفقه تګلاره وضعه كولې شي او د اسمبلۍ سپيكر ته به هدايت كولے شي چې هغه دې په حكومتي او د مخالفې ډلې په غړو مشتمل كېمټي تشكيل كړي۔ ده ووئيل د كمېټۍ غونډه به راونه اونۍ رابللې شي او 15 مارچ څخه وړاندې به پرېكړه كولې شي۔ د وزیرِاعلیٰ د باور له وركولو څخه وروستو لوکل کونسل اېسوسی اېشن د ننۍ ورځې هړتال ځنډولو ته لېوالتيا وښودله۔ دا پرېكړه هم وشوه چې كمېټي به د كونسل بورډ نومولې شوو غړو دريځ هم اوري دغسې چې د ټولو ډلو رايې شاملې كړې شي۔










