د خيبر پښتونخوا ګورنر هندو ورورولۍ له د هولي اختر مباركي

پېښور ۔ 02 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي هندو ورورولۍ له د هولي اختر مباركي وركړې ده۔ په خپل پېغام كښې ده وئيلي چې هولي د رنګونو ٬ مينې ٬ زغم او ورورولۍ اختر دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې ژوند كوونكې هندو ورورولي د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي او د دوئي مذهبي آزادي او سماجي تحفظ د …

پېښور ۔ 02 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي هندو ورورولۍ له د هولي اختر مباركي وركړې ده۔ په خپل پېغام كښې ده وئيلي چې هولي د رنګونو ٬ مينې ٬ زغم او ورورولۍ اختر دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې ژوند كوونكې هندو ورورولي د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي او د دوئي مذهبي آزادي او سماجي تحفظ د رياست ذمه واري ده۔ ګورنر ووئيل چې پاكستان پيپلز ګوند تل د اقليتونو د حقونو تحفظ او هغوي په قامي چوكاټ كښې شاملولو له عملي ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل پيپلز ګوند په سېنېټ كښې هندو ورورولۍ له نمائندګي وركولو سره د سېنېټ يوه چوكۍ هم د تھر د وروستو پاتې كميونټي يوې مېرمنې کرشنا کماری کوهلی ته وسپارله كوم چې د چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د دې عزم ښكاره څرګندونه ده چې اقليتونه د پاكستان يو برابر حقونه لرونكي وګړي دي۔ ده دعا وكړه چې هولی اختر دې په هېواد كښې د خوشحالو ٬ امن ٬ استحكام او ورورولۍ پېغام عام كړي او پاكستان دے تل د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان پاتے شي۔ دا اختر به د روانې مارچ مياشتې به 4 مه نېټه لمانځلے شي۔

مزید خبریں