کوئټه 01 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندوني سره د ايران اوسنې جنګي صورتحال او سيمه كښې تاؤ ترېښوالې د پاکستان پشمول ټولو مسلمانانو لپاره د تشويش ور ګرځولې۔يو بيان كښې د بلوچستان ګورنر په امناكه ډول پاتي كيدو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل اولس دې قانون لاسو كښې …
د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
کوئټه 01 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندوني سره د ايران اوسنې جنګي صورتحال او سيمه كښې تاؤ ترېښوالې د پاکستان پشمول ټولو مسلمانانو لپاره د تشويش ور ګرځولې۔يو بيان كښې د بلوچستان ګورنر په امناكه ډول پاتي كيدو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل اولس دې قانون لاسو كښې اخستلو نه غير د امناكه احتجاج حق استعمال کړي۔ده خبردارې وركړو چې دښمن د حالات د حساسيت ګټه پورته كولې شي لهٰذا هېواد او صوبه كښې قومي يووالې او سياسي استحکام برقرار ساتل ضروري دې۔ګورنر مندوخيل د ارواښاد آيت الله خامنه اي لوړو درجو لپاره دعا اوكړه او ايران حکومت او اولس سره ئې غمرازي وكړه۔










