فېصل آباد ۔27 فروري(اے پي پي) د كر كېلې محكمې پوهانو وئېلي دي اضافي بوټي يا واخه د نمر پرست د پسرلي فصل كښې د جرېب په سر پېداوار كښې د كمي سبب جوړېدلو يوه مهمه وجه ده ٬ دې لپاره د نمر پرست فصل د وړومبو 40 نه تر 45 ورځو د وخوو٬ يا اضلفي بوټو نه پاك اوساتئ ٬ دغسې چې د دې ښه پېداروار تر لاسه كړے …
د كر كېلې محكمې كروندګرو ته د نمر پرست فصل د 40 نه تر 45 ورځو د وخوو يا اضافي بوټو نه د ساتلو مشوره
فېصل آباد ۔27 فروري(اے پي پي) د كر كېلې محكمې پوهانو وئېلي دي اضافي بوټي يا واخه د نمر پرست د پسرلي فصل كښې د جرېب په سر پېداوار كښې د كمي سبب جوړېدلو يوه مهمه وجه ده ٬ دې لپاره د نمر پرست فصل د وړومبو 40 نه تر 45 ورځو د وخوو٬ يا اضلفي بوټو نه پاك اوساتئ ٬ دغسې چې د دې ښه پېداروار تر لاسه كړے شي ۔ ډپټي ډائرېكټر عديل احمد ووئېل د تجربو نه دا خبره ثابت شوې ده چې واهه يا ګياه د نمر پرست په پېداوار كښې د 20 نه تر 45 فيصد د كمي سبب ګرځي ٬ دغسې د فصل ټوكېدو نه تر 6 اوونيو موده د واهه بوټو په اړه ډېره مهمه ده٬ كه د اضافي بوټو مخ نيوي ونه كړے شو نو دا په رڼا ٬ خوراك او اوبو كښې د فصل مقابله كوي او دا د نمر پرست بوټو په نسبت د دوو نه تر درې چنده د دغې د كارولو صلاحيت لري٬ دغسې واهه د ډېرو كيرړو او ناروغيو د كوربه بوټو په توګه هم كار كوي۔










