پېښور 27 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي په پاك افغان پوله اوسنے تاؤ ترېښوالے د اندیښنې وړ ګرځولو سره وئيلي دي صوبائي حكومت د صورتحال په غور سره جاج اخلي او اړوندو ادارو سره پرله پسې په تماس كښې دے، د پاكستان د يو يو انچ حفاظت زمونږ قامي فريضه ده، چا ته به هم د سرحدي سيمو په سلامتيا د سودا كولو اجازه ورنه …
د پاكستان د يو يو انچ حفاظت زمونږ قامي فريضه ده، چا له به هم د سرحدي سيمو په سلامتيا د سودا كولو اجازه ورنه كړې شي۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي

مزید خبریں
پېښور 27 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي په پاك افغان پوله اوسنے تاؤ ترېښوالے د اندیښنې وړ ګرځولو سره وئيلي دي صوبائي حكومت د صورتحال په غور سره جاج اخلي او اړوندو ادارو سره پرله پسې په تماس كښې دے، د پاكستان د يو يو انچ حفاظت زمونږ قامي فريضه ده، چا ته به هم د سرحدي سيمو په سلامتيا د سودا كولو اجازه ورنه كړې شي۔ د سي ايم هاؤس د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعليٰ ووئيل په پاك افغان پوله د كومې هم اشتعال انګيزۍ او بهرني جارحيت بشپړه غندنه كوو او په قامي سلامتيا به كومه سودا نه كېږي ۔ده ووئيل د سرحدي سيمو د اولس تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي او سرحدي ضلعو كښې د وګړو د مال او ځان تحفظ لپاره ضروري ګامونه اخلو۔ وزيراعليٰ ووئيل د پاك افغان تاؤ ترېښوالي له امله د راپيدا شوي صورتحال د اولسي اندېښنو څخه خبر يو او د سرحدي سيمو اوس به چرې هم يواځې نه پرېښودلې كېږي ۔محمد سهيل آفريدي د كوم هم هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره ضلعي انتظاميه ته د چمتو پاتي سپارښتنه وكړه










