پیښور ۔25فروری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي باجوړ ضلع كښې په ګزمه مامور پوليس اهلكارو باندې د ترهه ګرو د ډزو د پېښې سخت نوټس اغستو سره د پوليس انسپكټر جنرل څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړو۔ده د دې پېښې په سختو ټكو غندنې كولو سره د پيشه وره فرائض ادا كولو په مهال د اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه ۔وزيراعلٰی …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی باجوړ كښې په پوليس فورس د ترهه ګرو د ډزو د پېښې سخت نوټس واغست

مزید خبریں
پیښور ۔25فروری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي باجوړ ضلع كښې په ګزمه مامور پوليس اهلكارو باندې د ترهه ګرو د ډزو د پېښې سخت نوټس اغستو سره د پوليس انسپكټر جنرل څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړو۔ده د دې پېښې په سختو ټكو غندنې كولو سره د پيشه وره فرائض ادا كولو په مهال د اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه ۔وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ژوبل شوو اهلكارو ته د علاج ښه او په وخت آسانۍ د باوري كولو هدايت وكړو او د هغوي زر روغ صحت لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې د ژوبل شوو علاج كښې به كوم ډول بې غوري ونه زغملي شي۔محمد سهيل آفريدي د شهيدانو لوړو درجو او د پسماندګانو لپاره د زغم او استقامت دعا كولو سره ووئېل صوبائي حكومت د شهيدانو كورنيوز سره سره ولاړ دے او د دوي په غم كښې برابر شريك دے۔











