د روژې مباركې مياشت په مهال به اولس ته د ريليف وركولو پورا هڅې كوو: ډپټي كمشنر كرم

پاراچنار۔ 25 فروری (اے پی پی) د روژې مباركې مياشت په مهال اولس ته د ريليف وركولو په لړ كښې ډپټي كمشنر كرم اشفاق خان د اېډیشنل ډپټی کمشنر کرم امیر نواز سره د صده بازار دوره وكړه او د د بيعو جاج يې واغست۔ په دې موقع اسسټنټ کمشنر كوز کرم عصمت خان او نور اړوند افسران هم ده سره وو۔ د دورې په مهال ډپټي كمشنر کرم د …

پاراچنار۔ 25 فروری (اے پی پی) د روژې مباركې مياشت په مهال اولس ته د ريليف وركولو په لړ كښې ډپټي كمشنر كرم اشفاق خان د اېډیشنل ډپټی کمشنر کرم امیر نواز سره د صده بازار دوره وكړه او د د بيعو جاج يې واغست۔ په دې موقع اسسټنټ کمشنر كوز کرم عصمت خان او نور اړوند افسران هم ده سره وو۔ د دورې په مهال ډپټي كمشنر کرم د ضلعی انتظامیې لخوا د جوړ كړي پرائس مانيټرنګ ډېسك معائنه هم وكړه۔ ده دکاندارانو ته هدايت وكړو چې هغوي سرکاری نرخنامې په مناسب ځايونو كښې ولګوي دغسې چې اولس ته په دې اړه معلومات ترلاسه شي۔ دغسې ده دكاندارانو ته امر وكړو چې هغوي د څيزونو اختسل خرڅول د سركاري نرخنامو له مخې باوري كړي۔ د خلاف ورزۍ په صورت كښې د ذمه وارو په ضد به سخته كارروائي كولې شي