حسن ابدال ٬ شهيد ډي ايس پي خپل كلي دھریک كښې خاورو ته وسپارلے شو

حسن ابدال۔ 25 فروری (اے پی پی) دفتنة الخوارج په بريد كښې شهيد شوے ډي اېس پي اسد محمود خان د خپل پلارني كلي دھريك په اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ په دې موقع د پوليس يوې چمتو ډلې هغه ته سلامي وكړه۔ د تفصيلات له مخې په كوهاټ ضلع كښې د فتنة الخوارج په بريد كښې د اټك ضلعې د دھريك تحصيل فتح جنګ سره د تعلق لرونكي …

حسن ابدال۔ 25 فروری (اے پی پی) دفتنة الخوارج په بريد كښې شهيد شوے ډي اېس پي اسد محمود خان د خپل پلارني كلي دھريك په اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ په دې موقع د پوليس يوې چمتو ډلې هغه ته سلامي وكړه۔ د تفصيلات له مخې په كوهاټ ضلع كښې د فتنة الخوارج په بريد كښې د اټك ضلعې د دھريك تحصيل فتح جنګ سره د تعلق لرونكي ډي اېس پي اسد محمود خان د جنازې مونځ د هغه پلارني كلي دھریک باهتر كښې د سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د جنازې په مونځ كښې د پنجاب پوليس چمتو ډلو ګډون وكړو۔ په دې موقع شهيد ته سلامي وړاندې كړې شوه او د پوليس افسرانو او ځوانانو ٬ د سيمې معززينو او عام وګړو په مونځ كښې ګډون كولو سره شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ډي پي او اټك سردار موارهن خان په خپل پېغام كښی ووئيل شهيدان د قام وياړ دے٬ د دوي سترې قربانۍ به هېڅكله بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل پوليس د دښمن ناپاكه عزائم ناكامه كولو عزم لري۔