د خېبرپښتونخوا وزيراعلې د هزاره ډوېژن لپاره د 200 اربه روپو پرمختيائي پېكج اعلان

پیښور۔ 24 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې شهېل افريدي په مشرۍ كښې په خېبر پښتونخوا هاوس كښې د هزاره ډويژن څخه د تعلق لرونكو پارلماني غړو يوه غونډه وشوه٬ چې پكښې د راروان كلنه پرمختيائې پروګرام جوړولو په حقله تفصيلي خبرې وشوې۔ د سي ايم سېكرټريټ نه جاري بيان تر مخه د وفاقي حكومت نه د نېشنل هائي وے اټهارټي تر سېوري لاندې د هري پور نه …

پیښور۔ 24 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې شهېل افريدي په مشرۍ كښې په خېبر پښتونخوا هاوس كښې د هزاره ډويژن څخه د تعلق لرونكو پارلماني غړو يوه غونډه وشوه٬ چې پكښې د راروان كلنه پرمختيائې پروګرام جوړولو په حقله تفصيلي خبرې وشوې۔ د سي ايم سېكرټريټ نه جاري بيان تر مخه د وفاقي حكومت نه د نېشنل هائي وے اټهارټي تر سېوري لاندې د هري پور نه تر مانهسره د جي ټي روډ دوه مخيزه كولو غوښتنه وشوه۔ وزيراعلې اعلان وكړو چې د سړك پراختيا لپاره دې دې د صوباِئي حكومت مالي مرسته وكړې شي دغسې چې اولس ته ښه سفري اسانۍ تر لاسه شي۔ وزيراعلې د هزاره ډوېژن لپاره د 200 اربه روپو د جامع پرمختيائي پېكچ تشكيلولو اعلان سره امر وكرو چې په دې كښې 150 اربه روپۍ د سېلګرۍ منصوبو لپاره بېلې كرئ۔ ده پارلماني غړو ته سپارښتنه وكړه چې په خاص پرمختيائي پلان كښې د شاملو سكيمونو وړاندېزونو لپاره جلا جلا ناستې راجوړې كړئ۔ دغسې وزيراعلې د الائي ضلعې د نوټيفېكشن جاري كولو هم اعلان وكړو۔ ده ووئېل راروان د مالي كال پرمختيائي پروګرام به د پخوا نه مختلف وي۔