بلوچستان د خپل ستراتيجيكي چاپيرچل له امله ټولې سيمې له د اقتصادي پرمختګ او سرمايه كارۍ مهم تجارتي مركز جوړيدے شي : د بلوچستان ګورنر جفعر مندوخيل

کوئټه۔ 24 فروری (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئيلي دي بلوچستان د خپل ستراتيجيكي چاپيرچل له امله ټولې سيمې له د اقتصادي پرمختګ او سرمايه كارۍ مهم تجارتي مركز جوړيدے شي٬ دې سره سره دا زمونږ نيك بختي ده چې د تجارت د موجوده وفاقي وزير تعلق د بلوچستان څخه دے څوك چې د صوبې معيشت ٬ كركيلې او پوله ايز تجارت ته د ودې وركولو پراخه …

کوئټه۔ 24 فروری (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئيلي دي بلوچستان د خپل ستراتيجيكي چاپيرچل له امله ټولې سيمې له د اقتصادي پرمختګ او سرمايه كارۍ مهم تجارتي مركز جوړيدے شي٬ دې سره سره دا زمونږ نيك بختي ده چې د تجارت د موجوده وفاقي وزير تعلق د بلوچستان څخه دے څوك چې د صوبې معيشت ٬ كركيلې او پوله ايز تجارت ته د ودې وركولو پراخه تجربه لري او مونږ د هغه له بصيرت څخه د استفادې كولو په زړه پورې موقع لرو ٬ نو ځكه ضروري ده چې د ګردې صوبې تاجرانو او كرونده ګرو په مرسته نوو معاشي فعاليتونو رامخې ته كولو له په سمدستي توګه كوټلي ګامونه پورته كړو دغسې چې په صوبه كښې د بې وزلۍ او بېروزګارۍ په څير مسئلو باندې قابو وموندلے شوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل پاکستان د بلوچستان د لارې ايران سره تړلے او ايران سره د تجارتي اړيكو زياتولو روښانه امكانات لري۔ مونږ د بلوچستان تړلي لېنډ روټ څخه بشپړه ګټه پورته كولو سره د روزګار نوې موقعې رامخې ته كولې شوو۔ ده ووئيل د پاكستان معاشي سباؤن بلوچستان سره پېوست دے۔ په بلوچستان كښې نن هم تجربه لرونكي سياسي شخصيات او د معيشت كارپوهان موجود دي د كومو علم او تجربې څخه چې مونږ ګټه پورته كولو سره صوبه د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولې شوو۔ ده ووئيل د صوبې لرې پرتې سيمې ډېرې وروستو پاتې دي۔ مونږ له به بنيادي آسانۍ د اولس تر درشل رسولو له د پالېسيو او منصوبو محور او مركز د خدائے مخلوق ته ګټه رسول ګرځول وي۔ د ټولې منطقې تندۍ سره بدلېدونكې سياسي او معاشي منظرنامه مونږ څخه د يو قام په حېث په پوهه او زېركتيا اډانه پرېكړې اخستل غواړي ولې چې اولس دوسته پالېسيو او منصوبو سره مونږ په آسانۍ سره خپل هېواد او قام سياسي او معاشي بحرانونو څخه ويستلے شوو۔ ده ووئېل وخت راغلے دے چې مونږ كوچنو او حقير ذاتي ګټې څخه په لرې پاتې كېدو قامی سوچ او اپروچ خپل كړو او د ذاتي ګټې يو اړخ ته كولو سره د ټولو ځان د روانولو پالېسي خپله كړو