كوهاټ كښې په پوليس موبائل بريد ٬ د ډي ايس پي پشمول 5 اهلكار او دوه وګړي شهيدان

پېښور ۔ 24 فروری (اے پي پي) په كوهاټ كښې په پوليس موبائل د ډزو په نتيجه كښې د ډي اېس پي په شمول 5 اهكار او دوه وګړي شهيدان شول ۔ د پولیس چارواكو له مخې د كوهاټ په شكر دره سيمه كښې د ترهګرو لخوا په پوليس موبائل ډزې شوي۔ ډي پي او شهباز الهي تصديق وكړو چې په پوليس موبائل ترھګر بريد كښی ډي اېس پي اسد …

پېښور ۔ 24 فروری (اے پي پي) په كوهاټ كښې په پوليس موبائل د ډزو په نتيجه كښې د ډي اېس پي په شمول 5 اهكار او دوه وګړي شهيدان شول ۔ د پولیس چارواكو له مخې د كوهاټ په شكر دره سيمه كښې د ترهګرو لخوا په پوليس موبائل ډزې شوي۔ ډي پي او شهباز الهي تصديق وكړو چې په پوليس موبائل ترھګر بريد كښی ډي اېس پي اسد محمود او د اېس آئي انار ګل په شمول 5 اهلكار شهيدان شوي دي ۔ په شهيدانو كښې دوه عام وګړي هم شامل دي۔ په دې پېښه كښې درې كسان ژوبل هم دي۔ د پوليس له مخې ترهګرو له بريد څخه وروستو پولیس موبائل ته اور ورته كړو او له موقعې څخه وتښتېدل۔ بلخوا د پېښی ځاے ته د پوليس لويه نفري طلب كړې شوې ده۔