كوئټه 23 فروري (اے پي پي)د بلوجستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخيل وئېلي دي د پاكستان او ايران د شريكو اړيكو يو قوي اساس تجارت دے٬پاكستان د بلوچستان د لارې ايران سره تړلے دے٬په منطقه كښې رامخې ته كېدونكو معاشي او تجارتي بدلونونو تر مخه هم دا زمكيزه لاره د ګيم چينجر حيثيت لري كومه چې د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 3 ارب ډالره څخه په زياتېدو …
د پاكستان او ايران د شريكو اړيكو د يو قوي اساس تجارت دے۔د بلوچستان ګورنر د ايران قونصل جنرل سره خبرې

مزید خبریں
كوئټه 23 فروري (اے پي پي)د بلوجستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخيل وئېلي دي د پاكستان او ايران د شريكو اړيكو يو قوي اساس تجارت دے٬پاكستان د بلوچستان د لارې ايران سره تړلے دے٬په منطقه كښې رامخې ته كېدونكو معاشي او تجارتي بدلونونو تر مخه هم دا زمكيزه لاره د ګيم چينجر حيثيت لري كومه چې د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 3 ارب ډالره څخه په زياتېدو تر 10 ارب ډالر رسېدو ګټوره موقع وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې د ايران قونصل جنرل محمد كريمي توديشكي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړه ۔د ايران قونصل جنرل محمد كريمي توديشكي ګورنر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل په كوم چې د بلوچستان ګورنر هيله څرګند كړه چې ستاسو تعيناتۍ څخه به د دواړو هېوادونو ترمينحه په شريكو اړيكو مثبت اثرات مرتب شي۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل ووئيل د جغرافيه هم د هېوادونو په اړيكو ډېر اثر وي د كوم له امله چې كوم هم هېواد خپل ګاونډي بدلولې نه شي خو مونږ خپله شريكه پاك ايران پوله د اقتصادي پرمختګ او شريكې ګټې لپاره ضرور استعمالولې شي۔ده ووئيل د پرله پسې رابطو او ملاقاتونو څخه به نورې وړې مسئلې هم حل شي۔











