کوئټھ۔ 23 فروری (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير حاجي علي مدد جتك په افغانستان كښې د ترهګر عناصر په ضد د پاكستان په مؤثر كارروائيو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د قومي سلامتيا به كومه سودا كولې نه شي۔ په يو بيان كښې ده ووئيل چې پاكستان كښې ترهګري لپاره د كارول كېدونكې خاورې په ضد كارروائي زمونږ آئيني او قانوني حق دے۔ …
د بلوچستان د كورنيو چارو وزير حاجي علي مدد جتك په افغانستان كښې د ترهګر عناصر په ضد د پاكستان په مؤثر كارروائيو د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
کوئټھ۔ 23 فروری (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير حاجي علي مدد جتك په افغانستان كښې د ترهګر عناصر په ضد د پاكستان په مؤثر كارروائيو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د قومي سلامتيا به كومه سودا كولې نه شي۔ په يو بيان كښې ده ووئيل چې پاكستان كښې ترهګري لپاره د كارول كېدونكې خاورې په ضد كارروائي زمونږ آئيني او قانوني حق دے۔ په پاكستان او په خاص توګه په بلوچستان كښې ترهګرۍ كښې د ككړو عناصرو د پښو نښې تر افغانستان رسي۔ په دې اړه د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه افغان چارواكي يو شمېر شواهد او تفصيلات څخه خبر كړي دي۔ ده ووئيل هند د خپل پراكسيز د لارې د بلوچستان سولييز چاپېريال ته زيان رسول غواړي بياهم د پاكستان مېړني ځواكونه او امنيي ادارې د دښمن ناپاكه عزائمه ناكامه كولو صلاحيت لري۔ ده په افغان حكومت زور راوړو چې هغه دې د يو ذمه وار او ښه ګاونډي كردار ترسره كړي او خپله خاوره دې ترهګرو تنظيمونو ته كارولو له ورنكړي ګني په بل صورت كښې پاكستان د خپلي قومي سلامتيا تحفظ لپاره د هر ډول قدم پورته كولو حق محفوظ لري۔ صوبائي وزير ددې عزم پخلے وكړو چې په بلوچستان كښې به امن په هر صورت په ځاې كولې او د پرمختګ عمل جاري ساتلې شي۔ ده زياته كړه چې د ترهګرۍ ناسور ختمولو ته حكومت تر ټولو زياته پاملرنه كوي۔











