پېښور ۔ 23 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د هلال احمر خيبر پښتونخوا چيئرمېن فرزند علي وزير او صوبائي سېكرټري عابد الرحمن مروت په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې هلال احمر سره په اړوندو يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر په دې موقع هدايت وكړو چې هلال احمر دې په صوبه …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د هلال احمر خيبر پښتونخوا چيئرمين فرزند علي وزير ملاقات ٬ هلال احمر سره په اړوندو يو شمير چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 23 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د هلال احمر خيبر پښتونخوا چيئرمېن فرزند علي وزير او صوبائي سېكرټري عابد الرحمن مروت په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې هلال احمر سره په اړوندو يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر په دې موقع هدايت وكړو چې هلال احمر دې په صوبه كښې د بې وزله او وروستو پاتې طبقو خذمت لپاره په جنګي بنيادونو اقدامات وكړي۔ تنظیم دې د خپل بېړني رد عمل صلاحيت لا مضبوط كړي دغسې چې د قدرتي آفتونو ٬ سېلاب ٬ زلزلې او داخلي نقل مكانۍ په صورت كښې فوري او په مؤثر ډول مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل شفافيت او د احتساب نظام دې لا مؤثر كړے شي دغسې چې د ډونرز او همكارانو باور مستحكم كړے شي۔ ده د هلال احمر خېبر پښتونخوا د كردار ستائنه وكړه او د خپل اړخه يۍ د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔











