اسلام آباد ۔ 20 فروري (اے پي پي) وفاقي آئيني عدالت خېبر پښتونخوا كښې په تعميراتي خدمات سېلز ټيكس آئيني ګړځولو سره د خېبر پښتونخوا سېلز ټيكس آن سروسز ايكټ 2022 خلاف دائر اپيلونه مسترد كړل او واضحه يې كړه چې اتلسم آئيني ترميم نه پس په سروسز د ټيكس لګولو اختيار د صوبو سره دے ٬ ليكلې پړېكړه جسټس عامر فاروق جاري كړه چې پكښې وئېلې شوي دي د …
وفاقي آئيني عدالت خېبر پښتونخوا كښې په تعميراتي خدمات لګولے سېلز ټېكس آئينې وګرځولو ٬ د خېبر پښتونخوا سېلز ټېكس آن سروسز ايكټ 2022 خلاف اپيلونه مسترد

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 20 فروري (اے پي پي) وفاقي آئيني عدالت خېبر پښتونخوا كښې په تعميراتي خدمات سېلز ټيكس آئيني ګړځولو سره د خېبر پښتونخوا سېلز ټيكس آن سروسز ايكټ 2022 خلاف دائر اپيلونه مسترد كړل او واضحه يې كړه چې اتلسم آئيني ترميم نه پس په سروسز د ټيكس لګولو اختيار د صوبو سره دے ٬ ليكلې پړېكړه جسټس عامر فاروق جاري كړه چې پكښې وئېلې شوي دي د 27 آئينې ترميم نه پس سپريم كورټ قوانين په آئيني بنيادونو كالعدم كولې نشي او د آئيني تشريح اختيار تر مخصوص فورم محدود كړے شوے دے۔ عدالت خپله پرېكړه كښې وئېلي دي د 27 آئيني ترميم نه پس آئيني عدالت د كوم هم عدالت يا ټرېبونل نه رېكارډ غوښتلے شي دغسې چې د آئيني نكات جاج واغستلے شي ۔ د پركړې تر مخه د خېبر پښتونخوا سېلز ټيكس آن سروسز ايكټ 2022 شېډول 2 سېريل نمبر 14 د آئين منافي دے ۔ عدالت واضحه كړه چې وفاقي حكومت يوازې په څيزونو ټيكس لګولې شي او تعميراتي خدمات په سروسز كښې راځي ۔ عدالت ووئېل د ايكټ سېريل نمبر 14 د تعميراتي خدمات په حقله دے او په دې كښې څيزونه شامل نه دي٬ ځكه دا غېر آئيني نشي ګرځولے كېدے۔ عدالت لا امر وكړو داسې اصول مرتب كرئ چې پكښې كوم وګري يا كمپنۍ ته په يو څيز بيا د ټيكس وركول نه په غاړه كېږي











